د افغانستان د ښځو خلاف د طالبانو محدودیت
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i110210-د_افغانستان_د_ښځو_خلاف_د_طالبانو_محدودیت
په افغانستان کښې د طالبانو موقته حکومت د کورنۍ د یو سړي له ملګرتیا پرته د دغه هیواد ښځې له سفر کولو منع کړې
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 27, 2021 04:08 Asia/Kabul
  • د افغانستان د ښځو خلاف د طالبانو محدودیت

په افغانستان کښې د طالبانو موقته حکومت د کورنۍ د یو سړي له ملګرتیا پرته د دغه هیواد ښځې له سفر کولو منع کړې

په افغانستان کښې د طالبانو موقته حکومت د کورنۍ د یو سړي له ملګرتیا پرته د دغه هیواد ښځې له سفر کولو منع کړې

د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر د وزارت ویاند صادق عاکف مهاجر پرون وویل: کومې ښځې چې له ۷۲ کیلومیټرو زیات سفر کول غواړي هغوي باید په سفر کښې د کورنۍ د یو سړي ملګرتیا ولري او که داسې ونه کړي نو د سفر اجازه نه لري.

د طالبانو په واکمنۍ کښې له زده کړې د جینکو او ښځو بې برخې کیدل او د کار د حق نه لرل،په افغانستان کښې او په سیمه ایزو او نړیوالو غونډو کښې تل د بحث وړ ګرځیدلې ده.