د ښځو په ضد د طالبانو د نویو محدودیتونو په وړاندې غبرګونونه
د افغانستان یو شمېر شخصیتونو او ټولنیزو فعالانو د طالبانو له لوري په مېرمنو باندې د نویو محدودیتونو په تېره بیا په اوږده مزل کې د ښځو په سپرولو او د موزیک په لګولو باندې په نویو بندیزونو نیوکې وکړې.
په افغانستان کې د طالبانو نوی حکومت تېره ورځ د یوې بیانیې په خپرولو سره اعلان وکړ: مېرمني له محرم او خپلوان پرته سفر نه شي کولای او د اوږد مزل اجازه نه لري.
په دغه بیانیه کې چي د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د وزارت له لوري صادره شوې ده او په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کیږي، د ټاکسي له ډریورانو غوښتنه شوې ده چي یوازې هغه مېرمنې ګاډو کې سپرې کړي کوم چي بشپړ حجاب ولري.
د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر د وزارت ویاند «صادق عاکف مهاجر» اعلان وکړ: کومي مېرمنې چي له ۷۲ کیلومټره زیات مزل سفر کوي باید د خپلي کورنۍ د یوه نارینه غړي سره سفر وکړي، که نه وي د مسافرت حق نه لري.
د ځینو ښاریزو په وېنا، دا څرګنده نه ده چي طالبان له محرم نه پرته د ښځینو د مسافرت لپاره د ۷۲ کیلومټره معیار له کومه راوړي دي.
طالبان تر واکمنېدو وروسته د اګوست د میاشتې په وروستیو کې د تعلیم او د کار په زمینه کې په ښځو او نجوڼو باندې ځینې محدودیتونه ولګول، خو سره له دې دا د لومړي ځل لپاره دی چي د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت هڅه کوي چي د خپلي واکمنۍ د مخکې پړاو په څېر یو ځلي بیا د مېرمنو په ګښت او ګوزار بندیز ولګوي.
طالبانو له ۱۹۹۶ میلادي کاله نیولې بیا تر ۲۰۰۱ پوري په افغانستان باندې په خپله واکمنی کې په ښځو سختي پابندۍ لګولي وې.
طالبان په داسي حال کې په مېرمنو نوې بندیزونه لګوي چي د طالبانو حکومت له نړیوالې ټولنې څخه تمه لري چی یې حکومت په رسمیت وپېژني او له نړیوالو څخه د بشر دوستانه مرستو غوښتونکي دي. په همدې خاطر طالبانو له دې نه مخکې ویلي وه چي دا ځلي به یې حکومت له مخکني دورې سره توپیر ولري.
د «احمد مسعود» په مشری د طالبانو د حکومت د مخالفینو ویاند «صبغت ا... احمدی» د طالبانو د دغه حکم په غبرګون کې وویل چي افغانستان د کونډو او د لوږو هیواد دی، کنډې او بې سرپرستي مېرمنې چي د خپلو اولادونو د موړولو لپاره له کوره وځي، شرعي محرم له کومه پیدا کړي.
هغه زیاته کړه: طالبانو د کسب او کارونو د رامینځ ته کولو او د خلګو د موړولو پر ځای داسي پریکړې کوي چي خلګو ته د ستونزو پرته هیڅه پایله نه لري.
د ټولنیزو رسنیو یو شمېر کاروونکي د مېرمنو په برابر د طالبانو له نوې حکم څخه په نیوکې سره، له طالبانو غوښتنه کړې چي د بې ځایه سختیو او محدودیتونو پر ځای په ټولنه کې د عامه خلګو په تېره بیا د مېرمنو د ستونزو په حل پاملرنه وکړي.
همدارنګه په کابل کې د ټاکسي یو شمېر ډرېورانو هم د طالبانو د نوي حکم څخه په نیوکي سره ویلي: د طالبانو د حکومت دغه پرېکړه د ټاکسي ډریورانو او د مېرمنو لپاره زیاتي ستونزې رامینځ ته کوي، اکثره بې سرپرستي مېرمنې مجبوره دي چي خپلو کورنیو ته د ډوډۍ د تر لاسه کولو لپاره کار وکړي.
هغوی زیاته کړې چي طالبان په وروستیو ورځو کې د بې حجابه مېرمنو د سپرېدو د امله یو شمېر د ټاکسي ډریوران یې ډبولي دي.
د بشري حقوقو د څار سازمان هم د افغان مېرمنو لپاره له رامینځ ته شویو محدودیتونو څخه په نیوکې سره ویلي چي موږ هر ورخ پوهیږو چي طالبان حقیقتا څوک دي، د مېرمنو په هکله یې نظرونه څرنګه دي، دا په حقیقت کې یو تک تور تصویر دی.