ایران د مزار شریف خلګو ته د بشري مرستو یوه جوپه واستوه
Dec 28, 2021 01:30 Asia/Kabul
د افغانستان له خلګو سره د ایران د مرستو په دوام کې د بشري توکو یوه لویه جوپه مزار شریف ته ورسېده .
د ایران پرس له راپور سره سم، د ایران له لوري دغه مرستندویې جوپې د مزار شریف ښار ته تر رسېدو وروسته د اړمنو او بې وزلو خلګو تر مینځ ووېشل شو.
په افغانستان کې د مخکني حکومت تر ړنګېدو وروسته ایران په پرلپسې توګه د افغانستان مختلفو ولایتونو ته د بشري توکو مرستندویې جوپې استولي دي.
د افغانستان له ولس سره د ایران مرستې د اسلامي جمهوریت اصولي سیاست بلل کیږي، یادې مرستې به د ژمي په موسم کې نور هم زیات شي.
ټیګونه