کابل کښې لسګونه مجرمان ونیوی شول
Dec 29, 2021 04:15 Asia/Kabul
-
فایل فوټو
تقریباً سل کسان د افغانستان په پلازمینې کښې په جنايي فعالیتنو کښې د لاس لرلو په وجه نیول شوي دي
د کابل د پولیسو ویاند جنرال مبین خان پرون په تیره یوه اونۍ کښې په دغه ښار کښې د سلو مجرمانو او جنایتکارانو د نیول کیدو د خبر په تاییدولو سره څرګنده کړه: پولیسو په ټول افغانستان په تیره بیا په پلازمینې کابل کښې له مجرمانو سره د سخت چلن هوډ کړی دی.
هغه وویل چې یادو نیولو شویو کسانو د وسله والو ډاکو او غلاګانو په شمول مختلفې مجرمانه کړنې ترسره کړې وې.
مبین خان ټینګار وکړ چې د طالبانو حکومت په افغانستان کښې د نظم او قانون ټینګولو ته ژمن دی.
ټیګونه