افغانستان د وژل شویو خبریالانو لېسټ کښې دویم ځاے لري
۲۰۲۱ کال په نړۍ کښې د خبریالانو لپاره یو خونړے کال بلل شوے دے.
د رسنیو د نړیوال انسټیټیوټ په یو رپوټ کښې ویل شوي د تېر کال په اوږدو کښې په ټوله نړۍ کښې ۳۵ خبریالان د دوي د فعالیت په تړاو وژل شوي دي، چې د رپوټ په ټکو ثابتوي چې د خبریالانو د ژوند خوندیتوب لا هم په نړیواله کچه یوه ننګونه ده. مکسیکو د دغه لیست په سر کښې راځي چې د تېر کال په اوږدو کښې ۷ خبریالان په کښې په نښه شوي دي. له مکسیکو وروسته افغانستان او هند دواړه په دې لیسټ کښې دویم ځاے لري، چې د ای پي ای چارواکو په وینا په دې هر یوهېواد کښې تېر کال شپږ خبریالان د خپل کار په تړاو وژل شوي دي.
په افغانستان کښې د ډېرو خبریالانو د وژنې وجه د جګړې په مهال له خبریالانو سره تاوتریخوالی بلل شوے دے. د ای پي ای مسوولین وايي، دوی په نړیواله کچه له خبریالانو سره د تاوتریخوالي پېښې پرله پسې څاري او د ۲۰۲۱ کال په نښه شویو خبریالانو لیسټ یې د همدې شمېرو له مخې چمتو کړے دے.