تیر میلادي کال افغانستان د خبریالانو لپاره خونړی هیواد و
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i110462-تیر_میلادي_کال_افغانستان_د_خبریالانو_لپاره_خونړی_هیواد_و
تسنیم خبري اژانس وايي افغانستان په تیر میلادي کال کښې د خبریالانو لپاره تر ټولو مرګوني کال وپیژندل شو .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 02, 2022 01:36 Asia/Kabul
  • تیر میلادي کال افغانستان د خبریالانو لپاره خونړی هیواد و

تسنیم خبري اژانس وايي افغانستان په تیر میلادي کال کښې د خبریالانو لپاره تر ټولو مرګوني کال وپیژندل شو .

د خبریالانو نړیوال فیډراسیون وویل په تیر میلادي کال کښې په ټوله دنیا کښې پینځه  څلویښت (۴۵) خبریالان او د رسنیو کارکونکي ووژل شول او افغانستان د نهو (۹) خبریالانو په وژل کیدا سره له میکسیکو ، هندوستان او پاکستان وروسته د خبریالانو لپاره د نړۍ د تر ټولو مرګونو هیوادونو په سر کښې ورغی .

د خبریالانو د نړیوال فیډراسیون لخوا د خپاره شوي راپور پراساس د ۲۰۲۰ میلادي کال په پرتله د خبریالانو د مړینې اندازه چې په ټول کښې د جنګ او د نښتو په بهیر کښې پینځه شپیته (۶۵) خبریالان او رسندوي کارکونکي وژل شوي دي کمه شوي ده .