طالبانوداشرف غني د وژلولپاره د هڅې خبره رد کړه
ملا برادر د طالبانو پر ضد د مقاومت هڅو ته په اشارې سره وويل: له دویم مقاومت سره چې د امریکا په شمول ۴۵ هېوادونه ملګري وو، ځمکه او اسمان یې په واک کې وو، په افغانستان کې یې ځان ټینګ نه کړ
د طالبانو د رییس الوزرا لومړی مرستیال ملا عبدالغني برادر د دوی له واکمنیدو وروسته په لومړي ځل د افغانستان له ملي ټلويزيون سره مرکه وکړه
نوموړي په دې مرکه کې وويل، چی د تښتیدلی ولسمشر اشرف غنی د څرګندونو په اپوټه طالبانو کابل ته د ورداخلیدا په وخت د غنی د وژلو لپاره هیڅ پروګرام نه درلوده . ده همداراز ویلی دي چې د طالبانو مشران په دې هڅه کې دي، چې د هېواد په اقتصادي وضعیت کې ښهوالی راولي، ځوانانو ته د کار او تحصیلي بورسونو زمینه برابره او خلکو ته د امن په فضاه کې سوکاله او ارامه ژوند لاره هواره کړي.
ملا برادر د طالبانو پر ضد د مقاومت هڅو ته په اشارې سره وويل: له دویم مقاومت سره چې د امریکا په شمول ۴۵ هېوادونه ملګري وو، ځمکه او اسمان یې په واک کې وو، په افغانستان کې یې ځان ټینګ نه کړ. موږ باوري یو چې په ټول افغانستان کې به د یوه کلي د نیولو توان هم ونه لري.
هغه په ورته وخت کې د جمهوري نظام له پوځي او امنیتي منسوبینو سره د تاوتریخوالي ادعاوې ردکړې او ویې ویل:: د پخواني نظام له افسرانو سره په ښکاره زورزیاتی نه دی شوی، خو که چا په پټه کړی وي هم نیول شوي او په سزا به ورسېږي.
عبدالغني برادر د قدرت انحصار هم رد کړ او ادعا يې وکړه، چې طالبان یوه ډله نه بلکې یو نظام دی. ټول اقلیت او اکثریت قومونه خپل ځان پکې لیدلای شي.
د هغه په وينا دوی خپل نظام په هغو پخوانیو مفسدو چارواکو نه بدناموي، چې امریکا یې غوښتنه کوي.
د ملا برادر څرګندونو ته تر اوسه د دوی مخالفینو غبرګون نه دی ښودلی.