د طالبانو دموقته حکومت خارجه وزیر تهران ته راغلی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i110750-د_طالبانو_دموقته_حکومت_خارجه_وزیر_تهران_ته_راغلی
 د ایران دخارجه وزارت  ویندوي  ددې خبرې په کولو سره چې  د افغانستان راتلونکي لاره ، د افغانستان ددرست ولس  د ارادې تحقق دی ،ووئيل ،د افغانستان د درست ولس په وړاندې د ایران سیاست روښانه دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 09, 2022 01:47 Asia/Kabul
  • د طالبانو دموقته حکومت خارجه وزیر تهران ته راغلی

 د ایران دخارجه وزارت  ویندوي  ددې خبرې په کولو سره چې  د افغانستان راتلونکي لاره ، د افغانستان ددرست ولس  د ارادې تحقق دی ،ووئيل ،د افغانستان د درست ولس په وړاندې د ایران سیاست روښانه دی .

زمونږخبریال راپور راکړ ، د افغانستان د طالبانو دموقته حکومت خارجه وزیر امیر خان متقي بیګا دیوه لوړروتبه پلاوي په مشرۍ تهران ته راغی .

ټاکل شوې ده ،  دغه  پلاوی د ایران او افغانستان ترمینځ د ملګرتیاؤ  او اقتصادي مسئلو په باب  له ایرانیو چارواکو سره  لیده کاته وکړي .

د طالبانو د خارجه وزارت ویندوي عبدالقهار بلخي  پرون ناوخته پخپل یوه ټولنیز پیغام کې لیکلي دي، امیر خان متقي  به تهران ته په دغه سفر کې  دایران  په اسلامی جمهوریت کې  دافغان کډوالو ، ټرانزیټي چارو  او دغه راز  د سیاسی اواقتصادي مسئلو په باب  له ایرانیو چارواکو سره  بحث او د نظر تبادله وکړي .

 تهران ته دطالبانو د حکومت د لوړروتبه چارواکي سفر په داسې حال کې دی چې ایران تل  له طالبانو غوښتي دي ، چې  د په رسمیّت پيژندنې لباره  دې د افغانستان ددرستو قومونو اوقومیَتونو په ګډون سره ټولشموله حکومت جوړ کړي .

د ایران د خارجه وزارت ویندوي سعید خطیب زاده  هم  دطالبانو د حکومت  دجوړیدا په باب وئیلي دي ، هغه څه چې په افغانستان  کې  له نوروزیات پرې ایران او دسیمې هیوادونه ټینګار کوي ، دیوه داسې ټولشموله حکومت جوړیدا ده چې د افغانستان دمختلفو قومونو اوقومیّتونو  نمایندګی  وکړي.

 د ایران دخارجه وزارت  ویندوي  ددې خبرې په کولو سره چې  د افغانستان راتلونکي لاره ، د افغانستان ددرست ولس  د ارادې تحقق دی ،ووئيل ،د افغانستان د درست ولس په وړاندې د ایران سیاست روښانه دی .