د افغانستان د خارجه وزارت سرپرست له عبداللهیان سره وکتل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i110786-د_افغانستان_د_خارجه_وزارت_سرپرست_له_عبداللهیان_سره_وکتل
مولوي امیر خان متقي او ورسره پلاوي پرون مازیګر په تهران کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو له وزیر سره ملاقات او خبرې اترې وکړې
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 10, 2022 01:07 Asia/Kabul
  • د افغانستان د خارجه وزارت سرپرست له عبداللهیان سره وکتل

مولوي امیر خان متقي او ورسره پلاوي پرون مازیګر په تهران کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو له وزیر سره ملاقات او خبرې اترې وکړې

په دغه کتنه کښې د ایران خارجه وزیر امیر عبداللهیان په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې تاریخ ثابته کړې ده د ایران او افغانستان د خلکو پيوستون د خپلوانو په شان دی، وویل: د افغانستان د غیرتي خلکو مجاهدتونو وښودله چې هیڅ بهرنې قدرت نه کولې افغانستان ونیسي او ورباندې حکومت وکړي.

هغه د پراخ بنسټه حکومت د جوړولو په هکله د طالب مشرانو مثبتو ویناؤ ته په اشارې سره، په دې لړ کښې د پام وړ ځانګړتیاؤ د برابرولو په ضرورت باندې ټینګار وکړ.

د ایران خارجه وزیر د افغانستان له کړیدلو خلکو سره د خپل هیواد د انساني مرستو په یادونې سره زیاته کړه: ایران به د دغو مرستو د جاري ساتلو ترڅنګ، د افغانستان د خلکو د ستونزو د کمولو په موخه د لازیاتو مرستو لپاره له سیمه ایزو وړتیاؤ هم ګټه پورته کړي.

امیر عبداللهیان هم داشان په افغانستان کښې د امریکې او د هغې د انډیوالانو د تیرو شلو کلونو غلط سیاستونه وغندل او له ګاونډي هیوادونو سره د افغانستان د اختلافاتو رامینځته کول یې په سیمه کښې د امریکې د سیاست یو چورلیز وباله.

هغه ټینګار وکړ چې د امریکې له خوا د افغانستان بلاک شوې مالي سرچینې دې د بشر دوستانه ملاحظاتو لپاره او د افغانستان د خلکو له اقتصادي وضعې سره د مرستې په موخه آزادې شي او دغه هیواد ته دې وسپارلې شي.

په دغه ملاقات کښې د افغانستان د خارجه وزارت سرپرست هم په تیرو ۴۳ کالو کښې له افغانستاني کډوالو څخه د ایران د اسلامي جمهوریت د میلمستیا په مننې سره، د دواړو ولسونو د مشترکاتو یادونه وکړه او ټینګار یې وکړ چې ایران تل د افغانستان ترڅنګ پاتې شوی دی او د افغانستان نوی حکومت هم ټینګار لري چې د هیڅ کوم ګاونډي هیواد خلاف نه دی.

هغه د افغانستان په خلکو باندې د امریکې ظلمونو ته په اشارې سره وویل: که څه هم امریکا په شرمناکې ماتې سره له افغانستانه ووتله خو د دې هیواد د خلکو خلاف یې خپل سیاستونه لاهم جاري ساتلي دي او د همدغو سیاستونو په وجه د افغانستان ۸۰ فیصده خلک، د فقر او بې وزلۍ تر کرښې لاندې دي.