د افغانستان او ترکمنستان خارجه وزیرانو کتنه وکړه
Jan 14, 2022 12:24 Asia/Kabul
د بهرنيو چارو سرپرست وزير مولوي امير خان متقي په مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی نن د د ترکمنستان په بلنه عشق اباد ته ولاړ اوهلته یې له خپل همڅنګ سره د تجارتي اړیکو په پراختیا خبرې وکړې .
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي چې د یاد وزارت سرپرست متقی د يو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ ترکمنستان ته ولاړ.
د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي وايي، د بهرنيو چارو سرپرست وزير مولوي امير خان متقي په مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی نن د د ترکمنستان په بلنه عشق اباد ته ولاړ اوهلته یې له خپل همڅنګ سره د تجارتي اړیکو په پراختیا خبرې وکړې .
د یادونې ده چې شاوخوا یوه اوونۍ مخکې هم د بهرنیو چارو وزارت سرپرست متقي ایران ته تللی و او د دوه اړخیزو اړیکو په اړه یې له ایراني چارواکو سره خبرې کړې وې.
ټیګونه