د افغانستان او ترکمنستان خارجه وزیرانو کتنه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i111002-د_افغانستان_او_ترکمنستان_خارجه_وزیرانو_کتنه_وکړه
د بهرنيو چارو سرپرست وزير مولوي امير خان متقي په مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی نن د د ترکمنستان په بلنه عشق اباد ته ولاړ اوهلته یې له خپل همڅنګ سره د تجارتي اړیکو په پراختیا خبرې وکړې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 14, 2022 12:24 Asia/Kabul
  • د افغانستان او ترکمنستان خارجه وزیرانو کتنه وکړه

د بهرنيو چارو سرپرست وزير مولوي امير خان متقي په مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی نن د د ترکمنستان په بلنه عشق اباد ته ولاړ اوهلته یې له خپل همڅنګ سره د تجارتي اړیکو په پراختیا خبرې وکړې .

 

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي چې د یاد وزارت سرپرست متقی  د يو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ ترکمنستان ته ولاړ.

د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي وايي، د بهرنيو چارو سرپرست وزير مولوي امير خان متقي په مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی نن د د ترکمنستان په بلنه عشق اباد ته ولاړ اوهلته یې له خپل همڅنګ سره د تجارتي اړیکو په پراختیا خبرې وکړې .

د یادونې ده چې شاوخوا یوه اوونۍ مخکې هم د بهرنیو چارو وزارت سرپرست متقي ایران ته تللی و او د دوه اړخیزو اړیکو په اړه یې له ایراني چارواکو سره خبرې کړې وې.