له افغانستان سره ۳۲ میلیون ډالره انساندوستانه مرسته وشوه
Jan 21, 2022 02:16 Asia/Kabul
په افغانستان کښې د طالبانو د موقته حکومت مرکزي بانک د نړیوالې ټولنې له خوا د ۳۲ میلیون ډالره انساني مرستې د ترلاسه کولو خبر ورکړ
د افغانستان بانک راپور ورکړی دی چې دغه هیواد ته د بشري مرستو په لړ کښې د ۳۲ میلیون امریکایي ډالرو نغدي مرسته نن کابل ته رسېدلې ده.
د افغانستان د مرکزي بانک په وینا، دا پیسې به په هېواد کې د اقتصادي ستونزو له کمښت او د افغانۍ له ثبات سره پام وړ مرسته وکړي.
د یادونې ده چې دا مرسته د نړیوالې ټولنې له لوري د ملګرو ملتونو په ملاتړ افغانستان ته استول شوې ده.
ټیګونه