طالبانو د امریکا د ولسمشر خبرو ته غبرګون ښودلی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i111330-طالبانو_د_امریکا_د_ولسمشر_خبرو_ته_غبرګون_ښودلی
زمونږ خبریال وايي د افغانستان د طالبانو موقته حکومت د امریکا د ولسمشر جوبایډن څرګندونو ته غبرګون وښود .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 21, 2022 09:19 Asia/Kabul
  • طالبانو د امریکا د ولسمشر خبرو ته غبرګون ښودلی

زمونږ خبریال وايي د افغانستان د طالبانو موقته حکومت د امریکا د ولسمشر جوبایډن څرګندونو ته غبرګون وښود .

هغه وویل د افغانستان خلکو د اسلامي عقیدې د مشترکاتو او د تاریخي ویاړونو پراساس تیریګرو هیوادونو ته ماتي ورکړه او همدا اوس په یوه(۱) قدرتمن ملت د بدلیدا لپاره پیاوړي ګامونه اخلي .

د طالبانو د موقته حکومت د خارجه وزارت ویاند عبدالقهار ډاګینه کړه د امریکا د ولسمشر جوبایډن دغه څرګندونې چې افغانستان د امپراتوریو  قبرستان دی په خپله د افغانستان د  خلکو په اتحاد اعتراف کوي .

د امریکا پوځیان له شل (۲۰) کاله نیواک وروسته په بې شرمۍ او ماتي خوړلو سره د تیر میلادي کال د اګست د میاشتې په اخر کښې له افغانستانه ووتل .

طالبانو ډلې د تیر میلادي کال  د اګست د میاشتې له پینځلسمې (۱۵)نیټې څخه په افغانستان کښې واک په لاس کښې اخیستی دی .