طالبانو د بانکونو ۳۶ ای ټي ایم ماشینونه فعال کړي دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i111344-طالبانو_د_بانکونو_۳۶_ای_ټي_ایم_ماشینونه_فعال_کړي_دي
صدای افغان خبري اژانس وايي د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت مرکزي بانک تراوسه د کابل په شمول د هیواد په بیلابیلو سیمو کښې د پیسو د ایستلو کابو شپږدیرش (۳۶) اتومات دستګاوي یعني ای ټي ایم ( automated teller machine) ماشینونه فعاله کړي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 21, 2022 11:10 Asia/Kabul
  • طالبانو د بانکونو ۳۶ ای ټي ایم ماشینونه فعال کړي دي

صدای افغان خبري اژانس وايي د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت مرکزي بانک تراوسه د کابل په شمول د هیواد په بیلابیلو سیمو کښې د پیسو د ایستلو کابو شپږدیرش (۳۶) اتومات دستګاوي یعني ای ټي ایم ( automated teller machine) ماشینونه فعاله کړي دي .

د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت د مرکزي بانک ویاند صابر مومند نن وویل په راتلونکي کښې به په ټول هیواد کښې  د بانکونو د ای ټي ایم ( automated teller machine) ټول ماشینونه فعال شي .

هغه وویل د طالبانو حکومت هڅه کوي چې خلکوته د بانک ښه خدمات وړاندې کړي .

د تیر میلادي کال د اګست د میاشتې په پینځلسمه (۱۵)نیټه په افغانستان کښې واک ته د طالبانو له رسیدا او د بانک او د نقدو پیسو په ترلاسه کولو کښې له  کړکیچ رامینځته کیدا وروسته د بانکونو د ای ټي ایم ماشینونو فعالیتونه بند شول چې دغه کار خلک له ډیرو مشکلاتو سره مخ کړي دي .