ملګرو ملتو په افغانستان کښې د انساني حالاتو اندیښنه وښودله
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i111392-ملګرو_ملتو_په_افغانستان_کښې_د_انساني_حالاتو_اندیښنه_وښودله
د ملګرو ملتو د کډوالو لوړې کمشنرۍ د افغانستان له حالاتو د اندیښنې په څرګندولو سره وویل: په دغه هیواد کښې میلیونونه کسان له انساني غمیزې سره مخامخ دي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 22, 2022 11:52 Asia/Kabul
  • ملګرو ملتو په افغانستان کښې د انساني حالاتو اندیښنه وښودله

د ملګرو ملتو د کډوالو لوړې کمشنرۍ د افغانستان له حالاتو د اندیښنې په څرګندولو سره وویل: په دغه هیواد کښې میلیونونه کسان له انساني غمیزې سره مخامخ دي

د دغه سازمان په بیانیه کښې ناروی ته د طالبانو د یو حکومتي پلاوي سفر ته په اشارې سره راغلي دي: د افغانستان له میلیونونو کسانو سره د مرستې لپاره ضروري ده چې ټول هیوادونه او نړیوال سازمانونه له طالبانو سره خبرې اترې وکړي.

ټاکل شوې ده چې په راتلونکو ورځو کښې ناروی د افغانستان په هکله یوه غونډه ترسره کوي چې د طالبانو د موقته حکومت خارجه وزیر ته هم په کښې د ګډون بلنه ورکړې شوې ده.

دا اروپا ته د طالبانو د پلاوي وړومبنې سفر دی.