په ننګرهار کې ۱۱۰ کسان د بېلابېلو جرمونو په تور نیول شوي
Jan 23, 2022 09:38 Asia/Kabul
په دومره شمیر کی په جنایی جرمونو کی ککړ کسان داسې مهال نیول کیږي چې په دې وروستیو کې د جلال اباد او خواوشاه سیمو کې په جنایي پېښو ګې د زیاتوالي له امله دښاریانو اندیښنې هم زیاتې شویدي
زمونږخبریال له ننګرهاره راپور راکړ،د افغانستان د ننګرهارولایت د امنیې قوماندانۍ امنیت امر مولوي محمدطاهر مبارز نن په یوه خبري ناسته کې وویل ددوې کا رکوونکو او امنیتي ځواکونو په تېره میاشت کې د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار او خواوشاه سیمو کې په بېلابېلو جرمونو کې ککړ کابو یوسلو لس کسان نیولي دي. دامنیت امر وویل په نیول شویو کسانو کې سړي وژونکې،انسان تښتوونکې، وسله وال او بې وسلې غله، جعل او تذویر کوونکې،کمیشن کاران او غولوونکې شامل دي
نور تفصیلات ئې زمونږ د خبریال له خولې آورو .
ټیګونه