له نړیوالې ټولنې څخه د طالبانو د ملګرتیاغوښته
د سیمې له هیوادونو سره دافغانستان سیاسی اتصال د طالبانو لپاره مهم دی او دسیمې اقتصادي اتصال هم م دومره اهمیّت لري ، چې په دې زمینې کې طالبان مناسب پلانونه په ایجنډا کې لري.
په افغانستان کې د طالبانو دموقته حکومت ویندوي ذبیح ا... مجاهد په کابل کې د اقتصادي کنفرانس په څنډې کې په یولړ څرګندونو کې وئيلی دي ، ددغه کنفرانس پیغام چې د افغانستان د ګاونډیانو او دملګروملتو د استازو په ګډون سره ترسره شو ، دا دی چې نړۍ باید د افغانستان د ولس د مشکلاتو دحل لپاره د طالبانو له حکومت سره ملګرتیا وکړي .
د طالبانو د حکومت ویندوي له نړیوالو هیوادونو په تیره بیا له اسلامی هیوادونو وغوښتل د طالبانو له حکومت پهتبیره بیا په اقتصادي ډګر کې ملګرتیا وکړي ،څو د افغان ولس مشکلات حل شي .
ذبیح ا... مجاهد زیاته کړې ، دسیمې له هیوادونو سره دافغانستان سیاسی اتصال د طالبانو لپاره مهم دی او دسیمې اقتصادي اتصال هم م دومره اهمیّت لري ، چې په دې زمینې کې طالبان مناسب پلانونه په ایجنډا کې لري.
له طالبانو ډلې سره دملګرتیا لپاره له نړیوالې ټولنې د دغې ډلې د ویندوي غوښته په افغانستان کې دطالبانو په وړاندېد بحرانونو دحل په موخې سره ده .
پر افغانستان د طالبانو له ولکې سره په یووخت ، دامریکا حکومت او ځينو اروپائي هیوادونو پخپلو بانکونو کې د دغه هیواد شتمنۍ کنګل کړي او پر ډې سربیره ، له افغانستانه ئې خپل سفیرانو په بللو سره له دغه هیواد سره خپلې مالي مرستې هم درولی دي .
دې ته په پام سره چې دافغانستان دبودجې څه ډپاسه اویا فی صدي برخه ، په بهرنیو مرستو ولاړه ده ،دطالبانو بیرته واک ته په رسیدا سره له دغه هیواد سره د نړیوالو مرستو غوڅیدا، سبب شوې څو دغه ډله ونه توانیږي ، په تیرو پنځو میاشتو کې ، د خوراکی موادو ،درملو او سونګو په څير اساسی شیان دخپلو داخلی اړتیا ؤ په اساس وارد کړي .
په همدې دلیل دافغانستان ولس ، د سونکو ،درملو او خوراکي موادو له سخت کمښت سره په مخامیخدا سره ، ددغو شیانود بیّو په اوڅاره زیاتیدا سره مخ شوي چې دې موضوع دافغانستان د ولس ژوند تر ډیره حده ترینګلی کړ ی دی .
ددغو شرائطو دوام لامل شوی ، څو د ملګروملتو پشمول مختلف نړیوال اورګانونه ، د افغانستان په تیره بیا د میرمنو اوماشومانو پشمول په میلیونونو خلکو د لوږې او قخطۍ سره دمخامخیدا په باب خبرداری ورکړي دي .
د خواړو د نړیوال پروګرام یوه مسئول مقام ډیوید زبلې وائي ، د افغانستان کابو نیمه آبادي له سختې لوږې له بحران سره مخامخ دي . د افغانستان خلک دانسان دوستۍ سملاسي مرستو ته اړتیا لري ، او که دغه مرسته ترسره نه شي ، نو دغه هیواد به له یوه ستر انساني ناؤرین سره مخامخ شي .
په افغانستان کې د خوراکی او درملیزو موادو له سخت کمښت سره په یووخت ، په دغه هیواد کې د ژمي په رارسیدا سره وضعیّت سبب شوی څو ددغه هیواد د ښاریز و لپاره لازیات سخت او ترینګلي اقتصادي شرائط ملموس شي او په همدې دلیل په وروستیو شپو ورځو کې په افغانستان کې ځيني مدني اورګانونه ، له دغه هیواد سره د نړیوالې ټولنې د سملاسي او پراخو مرستو غوښتونکي شوي دي .
د قدرت په ډګر کې په افغانستان کې د درستو قومونو دګډون دڅرنګوالي لپاره د پروګرام د نه وړاندې کولو او په یوه خاص تفکر باندې په تکیې سره په واکوالۍ کې پر خپلې مخکینۍ روَئې باندې د طالبانو ټینګار سبب شوې څو نړیواله ټولنه په دغه هیواد کې د طالبانو د حاکمیّت په رسمي توګه د نه پیژندلو لپاره پخبلې فیصلې کې دبیا کتنې لپاره هیڅ بیړه ونه لري .
په لویدیځي هیوادونو کې دا تصور شته چې له افغانستان سره هرډول مرستې چې د طالبانو دحاکمیّت د اعمالولو لپاهر ددغې ډلې د چیلنجونو دکمیدا سبب شي ،ممکنه ،د ډيموکراسۍ او جمهوریت ، له اوسنیو شرائطو څخه لازیات پیکه او کم رنګه کړي .