طالبانو په زوره د جینکو له ودولو سره مخالفت اعلان کړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i111560-طالبانو_په_زوره_د_جینکو_له_ودولو_سره_مخالفت_اعلان_کړ
طالبانو په افغانستان کښې په زور او اجبار سره د جینکو او ښځو په ودولو باندې د بندیز په لګولو ټینګار وکړ
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 26, 2022 02:58 Asia/Kabul
  • طالبانو په زوره د جینکو له ودولو سره مخالفت اعلان کړ

طالبانو په افغانستان کښې په زور او اجبار سره د جینکو او ښځو په ودولو باندې د بندیز په لګولو ټینګار وکړ

د طالبانو د موقته حکومت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر د چارو وزیر شیخ محمد خالد وویل: په زوره د ښځو د ودولو مخنیوی، په اسلام کښې د ښځو د حقوقو مصداق دی.

هغه په دې خبرې سره چې د اسلام په دین کښې سړي د ښځو خادمان دي، زیاته کړه: د شرعې له نظره هیڅ پلار نه شي کولې چې خپله لور له یو چا سره واده کولو ته مجبوره کړي.

طالبان چې د نړیوالې ټولنې د اعتماد د جلبولو او د نړیوال رواوالي د ترلاسه کولو لپاره هلې ځلې کوي، په نزدې راتلونکي کښې یې د جینکو د ښوونځیو د خلاصولو خبر هم ورکړی دی.