د افغانستان طالبان له خلکو ډوډۍ راغونډوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i111606-د_افغانستان_طالبان_له_خلکو_ډوډۍ_راغونډوي
د افغانستان د بغلان ولایت ځايي سرچینې وايي طالبان د ولایت په ټولو سیمو کښې د خپلو ځواکونو لپاره ډوډۍ له خلکو څخه راغونډوي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 27, 2022 01:31 Asia/Kabul
  • د افغانستان طالبان له خلکو ډوډۍ راغونډوي

د افغانستان د بغلان ولایت ځايي سرچینې وايي طالبان د ولایت په ټولو سیمو کښې د خپلو ځواکونو لپاره ډوډۍ له خلکو څخه راغونډوي .

د افغانستان د بغلان ولایت یوشمیر ښاریزو له «اوا »خبري اژانس سره په مرکه کښې وویل له اندراب ولسوالۍ پرته د بغلان ولایت په ټولو سیمو کښې  خلک مجبوره دي چې طالبانو ته مفته ډوډۍ ورکړي .

دغه راپور وايي د بغلان ولایت په ډیرو سیمو کښې کورنۍ د طالبانو د شمیر په اندازه هر ډول ډوډۍ چې لري یې باید په نوبت سره د طالبانو ځواکونو ته ورکړي او دغه چارې د سیمې د بې وزله خلکو مشکلات نور هم پسې زیات کړي دي .

دا په داسې حال کښې دي چې له دې مخکې د افغانستان د بلخ او د تخار ولایتونو ښاریزو د طالبانو لخوا له دوې څخه د ډوډۍ او د پیسو د راغونډولو په هکله شکایت کړی و .