د افغانستان په هرات کې دزعفرانو کښت ډير کم شوی دی
په افغانستان کې د طالبانو د موقته حکومت دکرهڼیزو چارو د وزارت د احصایو په اساس، دمګړئ په افغانستان کې په درستو ولایتونو کې کابو اته زره هیکټره مځکه د زعفرانو کښت ته بیله شوې ده .
زمونږخبریال د شفقنا خبري آژانس له قوله راپور راکړ،د افغانستان په لویدیځ کې د هرات ولایت د پانګونې او تجارتي کوټې مرستیال توریالي غوثي پرون په یولړ څرګندونو کې ووئيل ، په روان لمریز کال کې زعفران،د نه کرلو په دلیل په اوڅاره توګه کم شوی دی .
غوثي زیاته کړې ، په روان لمریز کال کې پنځلس ټنه زعفران تولید شوی چې په تیر کال کې له ورته وخت سره په پرتله کې چې شل ټنه وو،کم شوي دي .
په افغانستان کې د طالبانو د موقته حکومت دکرهڼیزو چارو د وزارت د احصایو په اساس، دمګړئ په افغانستان کې په درستو ولایتونو کې کابو اته زره هیکټره مځکه د زعفرانو کښت ته بیله شوې ده .