د افغانستان پوهنتونونه بیا پرانستل کیږي
په ګرمو سیمو کښې د افغانستان حکومتي پوهنتونونه تر راتلونکو دوو ورځو پورې دوباره خلاصیږي
په افغانستان کښې د طالبانو د موقته حکومت د لوړو زدکړو د وزارت سرپرست عبدالباقي حقاني پرون وویل چې د دغه هیواد په سړو ولایتونو کښې به هم پوهنتونونه د راتلونکې کب د میاشتې په اوومه نیټه پرانیستل شي.
عبدالباقي حقاني زیاته کړه: د نویو محصلینو د نوم لیکنې بهیر به هم د پوهنتونونو د امتحانونو په دوران کښې ترسره شي.
د طالبانو د لوړو زدکړو د وزارت سرپرست له دې مخکښې ویلي وو چې د افغانستان ټول پوهنتونونه باید د اسلامي او شرعي اصولو خیال وساتي.
هغه دې ټکي ته په اشارې سره چې په ټول افغانستان کښې ۴۰ حکومتي پوهنتونونه او ۱۵۰ خصوصي یا پرائیویټ پوهنتونونه فعالیت کوي، زیاته کړه: دا پوهنتونونه باید د نړیوالو معیارونو لرونکي شي.