د یوه هېواد په غوښتنه بل هیواد سره اړیکې نه خرابوو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i111812-د_یوه_هېواد_په_غوښتنه_بل_هیواد_سره_اړیکې_نه_خرابوو
زمونږخبریال وايي په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي دوی د سیمې له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکي ساتي او د یوه(۱) په غوښتنه بل سره اړیکي نه خرابوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 31, 2022 09:22 Asia/Kabul
  • د یوه هېواد په غوښتنه بل هیواد سره اړیکې نه خرابوو

زمونږخبریال وايي په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي دوی د سیمې له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکي ساتي او د یوه(۱) په غوښتنه بل سره اړیکي نه خرابوي.

د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو او کلتور مرستیال وزیر ذبیح الله مجاهد وویل چې دوی له دواړو پاکستان او هند سره ښې اړیکي غواړي او هغه خبره یې رد کړه چې ګواکې طالبان د پاکستان په خبره له هند سره ښې اړیکي نه ساتي.

ښاغلي مجاهد وویل چې اوس له ګاونډويو هېوادونو سره د اړیکو جوړولو ښه وخت دی او ادعا یې وکړه چې پخوا له پاکستان سره ښې اړیکي ځکه نه جوړېدې چې په لوی لاس چارواکو نه غوښتل او پروپاګنده  هم کېده.

خو له پاکستانه یې وغوښتل چې که پخوا صادق نه و اوس باید د سوکالۍ او رفاه لپاره او په سیمه کې له نورو هېوادونو سره د نښلېدو لپاره دوستانه وریځ خپل کړي.

په همدې حال کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت يوه(۱) ویناپاڼه وايي د طالبانو حکومت له پاکستان سره پر ډیورنډ کرښه د چارو د سمون لپاره د همغږۍ پر یوه (۱)میکانیزم هوکړې ته رسېدلی چې وکولی شي پر دغه جنجالي کرښه له امنیتي مسلو تر سوداګرۍ دواړه غاړې خپلو کې د ګډ کار یوه کړنلاره ولري.

 

ویناپاڼه کې دا هم ویل شوي چې پاکستان د هوايي چلند، ګمرګونو، روغتیا اونورو برخو کې د کارکونکو د روزنې وړاندېز هم کړی سره له دې چې د لومړي وزیر عمران خان له لوري افغانستان ته د مسلکي کسانو د لېږله غوښتنه د ګڼو افغانانو له سخت او رد ځواب سره مخامخ شوي وه .

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي د ملي امینت سلاکار معید یوسف کابل ته په خپل سفر کې د کاسا زر او اورګاډي پټلۍ پر پروژو هم له طالب چارواکو سره غږېدلی او د ریاست الوزرا له مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي یې ډاډ ترلاسه کړی چې د افغانستان له خاورې به پاکستان نه په نښه کېږي.

 

د طالبانو د بهرنیو چارو وزرات ویاند عبدالقهار بلخي پر ټوېټر له پاکستاني اړخه غوښتي دا چې افغان لوري مرکزي  اسیا ته تر تورخم سرحد  د ټرانزیټ لاره پرانستې دوئ دې هم له کرښې هاخوا ورته کار وکړي چې سوداګرو ته چارې اسانه شي.

دغه راز د طالبانو د حکومت ویاند زبیح الله مجاهد وویل تر ډېره دواړه لورو پرسوداګرۍ، ټرانزیټ او ټولګټو پروژو خبرې کړي خو پوښتنه دا چې له امنیتي سلاکار سره ښايي له امنیتي اړخه ډېرې پوښتنې او غوښتنې وي.

ښاغلي مجاهد وویل: '' ایا پاکستان د ډیورنډ پر کرښه له طالبانو سم لاسي کومې غوښتنې لري؟ ''

 

په دې وروستیو کې پاکستان په کور دننه د تاوتریخوالي له یو نوې څپې سره مخامخ دی، د پاکستاني طالبانو تحریک په  خیبر پښتونخوا او پخوانیو قبایلي سیمو کې برېدونه زیات  کړي چې ورسره د بلوڅو بېلتون پالو ډلو له لوري په بلوچستان او دې وروستیو کې ان په پنجاب صوبه  کې هم مرګونې بریدونه شوي.

پاکستان د افغانستان پخوانی حکومت تورنوه  چې د دوی غلیمانو ته یې پناه ورکړې خو کابل دغه خبره ردوله .

په دې وروستیو کې هم د پاکستان حکومت ویلي چې د بریدونو ډیره برخه د افغانستان له خاورې پلانیږي خو طالبان وايي داسې کومه خبره نشته.