د افغانستان د اهل تشیع پلاوي د طالبانو له چارواکو سره وکتل
تسنیم خبري اژانس وايي د افغانستان د شیعیانو د غوښتنو د تعقیبولو د کمیسیون غړیو دطالبانو د امنیت او د سولې د کمیسیون له مشر او د کډوالو د چارو له وزیر سره په کتنه کښې د هیواد د شیعه مسلمانانو غوښتنې مطرح کړې .
د تیر میلادي کال د اګست د میاشتې په پینځلسمه (۱۵) نیټه واک ته د طالبانو له رسیدا وروسته د افغانستان په شیعه مسلمانانو څو ځله خونړۍ ترهګرې حملې شوي دي چې له کبله یې په لسګونو کسان مړه او ژوبل شوي وو .
د افغانستان د شیعه علماو شورا وویل چې د اهل تشیع د غوښتنو او د لیدتوګو د تعقیبونې د کمیسیون په استازي توب یوه (۱) پلاوي د طالبانو د سولې او د امنیت د کمیسیون له مشر او د کډوالو د چارو له وزیر سره کتنه وکړه .
د کمیسیون ویاند سید حسین عالمي بلخي په دغه کتنه کښې په افغانستان کښې د عدالت د تامینولو او د امنیت د رامینځته کولو لپاره د شیعه مسلمانانو په شمول د ټولو ښاریزو د حقوقو پرځایښت یو(۱) نا انکاریدونکی ضرورت وباله .
عالمي بلخي د طالبانو د کډوالو د چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني ته په لیکلي بڼه د افغانستان د شیعه ټولنې غوښتنې او لیدتوګي وړاندې کړې او د هیواد د شخړو او د مشکلاتو په حل کولو کښې د شیعه مسلمانانو د ګډون غوښتنه یې وکړه .