د افغانستان د خلکو مهاجرت زیات شوی دی
شفقنا خبري اژانس پرون د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په قول وویل د دوه زره یویشتم (۲۰۲۱) میلادي کال له اکتوبر میاشتې راهسې د روان میلادي کال د جنورۍ میاشتې تر پاې پورې د افغانستان د جنوب لویدیځو سیمو څه د پاسه لس (۱۰) لکو خلکو ایران ته مهاجرت کړی دی .
د مرستندویه موسسو لخوا د خپرو شویو شمیرنو پراساس هره ورځ له څلورو زرو (۴۰۰۰) تر پینځو زرو (۵۰۰۰)پورې افغانان ایران ته راځي .
د افغانستان زیات خلک ایران ته تلل له لوږې او ویرې د ژغورل کیدا یوازنۍ لاره ګڼي .
څیړاند ډیویډ منسفیلډ چې د افغانستان د خلکو د کډوال کیدا موضوع تعقیبوي وویل د تیر کال په پرتله ایران او پاکستان ته د افغانستان د خلکو مهاجرت څلور (۴) برابره زیات شوی دی .
د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش هم څه موده مخکی د افغانستان د خلکو ژوند یخ وهلی جهنم وباله .