افغانستان ته د ترکیې د مرستو جوپه ورسیدله
Feb 08, 2022 10:11 Asia/Kabul
د ترکیې د انساني مرستو اورګاډی د افغانستان په هرات ولایت کښې (تورغنډی) سرحد ته ورسید
د افغانستان د خلکو لپاره د ترکیې د مرستو په دې جوپه کښې ۷۵۰ ټنه ګرم کالي، خوراکي مواد او طبي تجهیزات شامل دي.
د هرات والي مولانا نور احمد اسلام جار د ترکیې د مرستو د دغې جوپې د هرکلي په دستورو کښې د افغانستان له خلکو سره د ترکیې د مرستو په قدرونې سره، د افغانستان له خلکو سره د اسلامي هیوادونو د لازیاتو مرستو او ملاتړونو غوښتنه وکړه.
د ویلو ده چې په افغانستان باندې د طالبانو له واکمنیدو وروسته د امریکې او ځینو نورو هیوادونو له خوا د دغه هیواد د میلیارډونو ډالرو شتمنیو د کنګل کیدو په وجه په افغانستان کښې بې وزلي او اقتصادي ستونزې هم زیاتې شوې دي.
ټیګونه