د کابل خلکو د امریکا د ولسمشر پرضد مظاهرې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i112278-د_کابل_خلکو_د_امریکا_د_ولسمشر_پرضد_مظاهرې_وکړې
صدای افغان خبري اژانس وايي د افغانستان د پلازمینې کابل خلکو نن د امریکا د ولسمشر جوبایډن د فیصلې پرضد مظاهرې وکړې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 15, 2022 07:57 Asia/Kabul
  • د کابل خلکو د امریکا د ولسمشر پرضد مظاهرې وکړې

صدای افغان خبري اژانس وايي د افغانستان د پلازمینې کابل خلکو نن د امریکا د ولسمشر جوبایډن د فیصلې پرضد مظاهرې وکړې .

د کابل خلک وايي چې د امریکا حکومت د افغانستان د خلکو د شتمنیو د غلا کولو پرځاې باید د دغه هیواد خلکو ته ګرمه ورکړي .

د کابل مظاهره چیانو د افغانستان د مرکزي بانک د شتمنیو کنګل کول د دغه هیواد له خلکو سره دښمني وبلله .

د کابل خلکو له ځانو سره داسې بینرونه لیږدول چې ورباندې لیکل شوي وو جوبایډن د افغانستان له خلکو سره دښمني بند کړه او د سپتمبر د  یولسمې (۱۱) نیټې پیښه د افغانستان له ملت سره هیڅ ارتباط نلري .

د کابل ښاریزو وویل امریکا او د هغې متحدان باید د افغانستان د خلکو د شتمنیو د غلا کولو پرځاې د افغانستان د زرګونو خلکو د وژلې او د تباهیو ګرمه ورکړي .

د افغانستان پخواني ولسمشر کرزي هم څو ورځې مخکې د کابل د مرکزي بانک د شتمنیو کنګل کول د افغانستان له خلکو سره ظلم وباله او د امریکا په ولسمشر جوبایډن یې غږ وکړ چې په خپلې فیصلې کښې بیا کتنه وکړي .

امریکا له شل (۲۰)کاله نیواک او د افغانستان د بیخ بنایانو له تباه کولو وروسته تیرکال په ډيرې بې شرمۍ او ذلت څخه له افغانستان څخه وتښتیدله .