داعش د افغانستان لپاره هیڅ ګواښ نه دی
په افغانستان کښې د طالبانو د موقته حکومت دفاع وزارت وايي چې داعش ترهګره ډله دې هیواد ته ګواښ نه ده
په افغانستان کښې د طالبانو د موقته حکومت د دفاع وزارت ویاند عنایت ا... خوارزمي نن په دغه هیواد کښې د مخالفانو د جذبولو لپاره د داعش او القاعدې ترهګرو ډلو د چمتووالي په هکله د امریکې د امنیتي ارګانونو د رپورټ په هکله وویل: په افغانستان کښې د داعش په نامه هیڅ ګواښ او خطر نشته.
هغه زیاته کړه: داعش له آیډیالوجیک او مذهبي نظره د افغانستان له خلکو سره سمون نه خوري.
د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت ویاندې وویل، امریکایان په داشان رپورټونو سره غواړي په افغانستان کښې خپله ماتې توجیه کړي.
په افغانستان کښې د وروستیو میاشتو له چاودنو او ترهګرو بریدونو سره سره چې داعش ترهګرې ډلې یې پړه منلې ده، د طالبانو حکومت د دغې ډلې خطر ناڅه ګڼلی دی.