په افغانستان کښې د جامعه المصطفی (ص) قرآني فيسټيوال او سيالۍ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i112450-په_افغانستان_کښې_د_جامعه_المصطفی_(ص)_قرآني_فيسټيوال_او_سيالۍ
په افغانستان کښې د جامعه المصطفی (ص) د نمائندګۍ کلتوري مرستيال وويل، په دغه هېواد کښې د جامعه المصطفی (ص) د قرآني سياليو او فيسټيوال اويشتمه دوره د پينځو مياشتو په موده ترسره شوه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 19, 2022 07:56 Asia/Kabul
  • په افغانستان کښې د جامعه المصطفی (ص) قرآني فيسټيوال او سيالۍ

په افغانستان کښې د جامعه المصطفی (ص) د نمائندګۍ کلتوري مرستيال وويل، په دغه هېواد کښې د جامعه المصطفی (ص) د قرآني سياليو او فيسټيوال اويشتمه دوره د پينځو مياشتو په موده ترسره شوه.

جامعه الصطفی (ص) العالميه په حوزه اي تشخص سره يوه علمي نړيواله اداره ده چې هدف يې د زدکړو، تحقيقاتو او تربيتي تګلارې سره د اسلامي، انساني او اجتماعي علومو پراختيا ده او دغه علمي اداره د افغانستان په شمول په مختلفو اسلامي هېوادونو کښې نمائندګي لري.

د جامعه المصطفی (ص) د نمائندګۍ کلتوري مرستيال حسن حسېني بلخابي په کابل کښې د ايران پرېس له خبريال سره په مرکه کښې واضحه کړه، دغه قرآني فيسټيوال په دوو شفاهي او کتبي برخو کښې د افغانستان د پائتخت کابل په محوريت سره ترسره شو.

هغه زياته کړه، د دغې عملي ادارې د قرآني سياليو او فېسټيوال په دغه دوره کښې د افغانستان له ديارلسو ولايتونو څخه ښځو او سړيو، شيعه  سني، محصيلينو او طلابو ګډون وکړ او له يو بل سره يې سيالي وکړې.

حسېني بلخابي دا خبره څرګنده کړه، د دغې قرآني سياليواو فيسټيوال د اويشتمې دورې د جوړولو مقصد نوي کهول او محصيلينو ته انګېزه ورکول دي چې قرآن مجيد سره لا زيات ارتباط ولري، ځکه چې مقصد قرآني ژوند دے چې دغه تګلاره په ټوله ټولنه کښې پراختيا پېدا کړي او قرآني محفلونه پراختيا پېدا کړي

د دغه قرآني مراسمو په آخر کښې په شفاهي او کتبي دوو برخو کښې غوره کسانو ته انعامات ورکړې شول.