اسلامی ملګرتیا موسیسه له افغانستان سره مرسته کوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i112562-اسلامی_ملګرتیا_موسیسه_له_افغانستان_سره_مرسته_کوي
د اسلامی هیوادونود ملګرتیا موسیسې په یوې اعلامیې کې وئيلي دي ،  دافغانستان  له کرهڼيزې برخې سره به  تر ډیره حده مرسته وکړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 22, 2022 01:52 Asia/Kabul
  • اسلامی ملګرتیا موسیسه له افغانستان سره مرسته کوي

د اسلامی هیوادونود ملګرتیا موسیسې په یوې اعلامیې کې وئيلي دي ،  دافغانستان  له کرهڼيزې برخې سره به  تر ډیره حده مرسته وکړي .

 

زمونږخبریال  دصداي افغان  خبری آژانس له قوله راپور راکړ،   د افغانستان  دتجارت  او پانګونې د کوټې  مسئولانو ،  د اسلامی ملګرتیا موسیسې له چارواکو سره  کتنه او خبرې اترې کړي ، څو  د افغانستان د ځینو برخو  دپراختیا په  خاطر په دغه هیواد کې دپانګونې په اړه   ددوي  مرسته او نظر جلب کړي .

 په افغانستان کې د طالبانو له ولکې وروسته امریکا او اروپائي هیوادونو   د دوي په بانکونو کې د  افغانستان   کابو لس میلیارډالري شتمنۍ کنګل کړي دي  چې دغه کار د افغانستان  ولس حالات په ډيرې تنګڅې کې راوستي دي  او  ورځ تر بلې ددغه هیواد د ولس بې وځلۍ او اقتصادي وضعیّت  لاپسې ترینګلی کیږ ي .

 د افغانستان  د پانګونې او تجارت کوټې  په یوې خبرتیا کې وئيلي دي ،داسلامی ملګرتیا موسیسې  د سرې میاشتې له ځانګړی استازي عمر تاسلي سره  په وروستیو خبرواترو کې ،  هغه ، د کرهڼيزو چارو ، مالدارۍ  اوبه خور  زمینو کې  له افغانستان سره د بشپړ مرستې  ژمنه کړې ده .