اسلامی ملګرتیا موسیسه له افغانستان سره مرسته کوي
د اسلامی هیوادونود ملګرتیا موسیسې په یوې اعلامیې کې وئيلي دي ، دافغانستان له کرهڼيزې برخې سره به تر ډیره حده مرسته وکړي .
زمونږخبریال دصداي افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ، د افغانستان دتجارت او پانګونې د کوټې مسئولانو ، د اسلامی ملګرتیا موسیسې له چارواکو سره کتنه او خبرې اترې کړي ، څو د افغانستان د ځینو برخو دپراختیا په خاطر په دغه هیواد کې دپانګونې په اړه ددوي مرسته او نظر جلب کړي .
په افغانستان کې د طالبانو له ولکې وروسته امریکا او اروپائي هیوادونو د دوي په بانکونو کې د افغانستان کابو لس میلیارډالري شتمنۍ کنګل کړي دي چې دغه کار د افغانستان ولس حالات په ډيرې تنګڅې کې راوستي دي او ورځ تر بلې ددغه هیواد د ولس بې وځلۍ او اقتصادي وضعیّت لاپسې ترینګلی کیږ ي .
د افغانستان د پانګونې او تجارت کوټې په یوې خبرتیا کې وئيلي دي ،داسلامی ملګرتیا موسیسې د سرې میاشتې له ځانګړی استازي عمر تاسلي سره په وروستیو خبرواترو کې ، هغه ، د کرهڼيزو چارو ، مالدارۍ اوبه خور زمینو کې له افغانستان سره د بشپړ مرستې ژمنه کړې ده .