طالبانو د خپلو عوایدو په اړه د سیګار راپور رد کړ
Feb 23, 2022 01:35 Asia/Kabul
په افغانستان کښې د طالبانو حکومت د سیګار هغه راپور رد کړی دی چې ویلي یې وو اسلامي امارت هره ورځ ۳ میلیونه ډالر عواید راټولوي.
د طالبانو د موقته حکومت د مالیې وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د سیګار دا راپور د ناسمو معلوماتو پر بنسټ چمتو شوی دی او هغه څرګندونې هیڅ حقیقت نه لري چې ګوندې دوي د ورځې درې میلیون ډالر عواید راټولوي.
یاد وزارت څرګنده کړې ده چې دوي تر اوسه پورې په دې اړه هیڅ راز رسمي ارقام نه دي خپاره کړي. د طالبانو د مالیې وزارت له سیګار څخه غوښتنه کړې ده چې د تېر ایستونکو پر خبرو دې نه غولېږي او د هغوی پوچو څرګندونو ته دې هوا نه ورکوي.
ټیګونه