د خارجي سفارتونو پرانیستل د طالبانو په رسمیت پيژندل دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i112664-د_خارجي_سفارتونو_پرانیستل_د_طالبانو_په_رسمیت_پيژندل_دي
طلوع نیوز ټیلي ويژن راپور ورکړ د طالبانو لوړرتبه غړي انس حقاني په کابل کښې د ځینو خارجي سفارتونو پرانیستل د نړیوالې ټولنې لخوا د طالبانو په رسمیت د پیژندلو نښه وبلله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 24, 2022 01:14 Asia/Kabul
  • د خارجي سفارتونو پرانیستل د طالبانو په رسمیت پيژندل دي

طلوع نیوز ټیلي ويژن راپور ورکړ د طالبانو لوړرتبه غړي انس حقاني په کابل کښې د ځینو خارجي سفارتونو پرانیستل د نړیوالې ټولنې لخوا د طالبانو په رسمیت د پیژندلو نښه وبلله .

هغه وړمه ورځ د خوست ولایت د خلکو په ټول کښې وویل همدا اوس په ځینو هیوادونو کښې د طالبانو استازیو په رسمي ډول د افغانستان په سفارتونو کښې  خپل ډیپلوماټیک فعالیت پیل کړی دی .

حقاني وویل د هیوادونو لخوا د طالبانو په رسمیت د پیژندلو پټ بهیر په کابل کښې د ځینو سفارتونو په پرانیستل کیدا سره دوام لري .

دغه راز د طالبانو د حکومت د اقتصاد د وزیر مرستیال عبدالطیف نظري وویل پانګه اچونکي کولای شي له هیڅ اندیښنې پرته په افغانستان کښې پانګونه وکړي .

طالبان هڅه کوي د معدن او کرهڼې په زمینه کښې د خارجي پانګې په جذبولو سره د افغانستان اقتصادي مشکلات او ستونزې حل کړي .