طالبانو د ناامۍ له عواملو سره د مبارزې لپاره عمليات شروع کړل
Feb 26, 2022 04:21 Asia/Kabul
د طالبانو حکومت په ټول افغانستان کښې د وسله والو غلو او سړي تښتؤنکو د نابودۍ لپاره د پاکونې عملياتو د شروع کولو خبر ورکړ.
په افغانستان کښې د طالبانو له تسلطه د شپږو مياشتو د تېرېدو باوجود د دغه هېواد مختلفې سيمې په تېره بيا پائتخت کابل د وسله والې سړي تښتولو، ډاکې غورزولو او غلاکولو په شمول د منيتي پېښو کتونکے ؤ.
د افغان اوا د رپوټ له مخې د طالبانو موقته حکومت پرون په يوې بيانيه کښې اعلان وکړ، د افغانستان په مختلفو سيمو کښې د دغو ورانکارو عناصرو په خلاف عمليات شروع شوي او د هغوي تر نابودۍ پورې به دغه عمليات دوام ومومي.
د طالبانو په دغه بيانيه کښې ويل شوي دي چې د عملياتو په دوران کښې به عامه خلقو ته څه زيان ونه رسي.
ټیګونه