طالبانو د افغانستان د خلکو له بهر تګ سره مخالفت وکړ
Feb 28, 2022 04:28 Asia/Kabul
د طالبانو حکومت له افغانستانه نورو هیوادونو ته د خلکو د تګ مخه ونیوله
د طالبانو د موقته حکومت ویاندوي ذبیح ا... مجاهد پرون وویل چې تر څو پورې په بهرو هیوادونو کښې د استوګنو افغان ښاریزو د ژوند حالات ښه شوي نه وي، تر هغې به له هیواده د نورو افغانانو د وتلو اجازه ور نه کړو.
د طالبانو د لنډمهاله حکومت ویاند وویل چې حکومت د خلکو د ساتنې مسئولیت لري او په هم دې وجه د خلکو د وتنې مخه نیسو.
د ویلو ده چې د اشرف غني د حکومت په پرځیدو او د طالبانو د حکومت خلاف د امریکې او لویدیځ د سختو سیاستونو په غوره کیدو سره د افغان ښاریزو لپاره سخت حالات رامینځته شوي دي او په داشان حالاتو کښې زیاتره افغان ښاریز له موجودو ناسمو حالاتو د خلاصي لپاره د وطن د پریښودو فیصله کوي.
ټیګونه