طالبان باید د کورونو تلاشۍ اخیستل بند کړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i112880-طالبان_باید_د_کورونو_تلاشۍ_اخیستل_بند_کړي
ایرنا خبري اژانس وايي د افغانستان یوشمیر خلکو ، مدني فعالانو او اروپايي اتحادیې د طالبانو لخوا د خلکو د کورونو لټول او تلاشۍ اخیستل د ولس د خصوصي حریم خلاف ورزۍ وبلله او د دغه کار د بندیدا غوښتنه یې وکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 01, 2022 08:23 Asia/Kabul
  • طالبان باید د کورونو تلاشۍ اخیستل بند کړي

ایرنا خبري اژانس وايي د افغانستان یوشمیر خلکو ، مدني فعالانو او اروپايي اتحادیې د طالبانو لخوا د خلکو د کورونو لټول او تلاشۍ اخیستل د ولس د خصوصي حریم خلاف ورزۍ وبلله او د دغه کار د بندیدا غوښتنه یې وکړه .

په افغانستان کښې د اروپايي اتحادیې سفیر «وان برنټ »وویل د خلکو د کورونو تلاشۍ اخیستل ، د خلکو نیول ،او د نورو قومونو او د میرمنو پرضد تاوتریخوالی جرم دی او دغه کار باید زر بند شي .

د افغانستان د عدلیې پخواني وزیر فضل احمد معنوي هم د طالبانو دغه عمل ته په غبرګون کښې وویل تاسو شاید وکولای شئ د خلکو د کورونو په لټولو سره د محکمې له حکم پرته خلک وځوروئ خو هیڅکله هغوې تسلیمیدا ته نشئ مجبورولی .

د افغانستان د اطلاعاتو او د کلتور وزارت پخواني مرستیال سید فاضل  سنچارکي هم بیګا طالبانو ته په وینا کښې ولې د محکمې او د څارنوال له حکم پرته د خلکو کورونو ته ورننوځئ .

هغه وویل طالبانو د محکمې له حکم پرته زما د کور قفل مات کړ او زما د کور سامانونه یې ګډوډ کړل .

د مدني ټولنې فعالان وايي چې د افغانستان طالبانو د وسلو او د جنګیالیو د موندلو په پلمه د خلکو د خصوصي حریم په خلاف ورزۍ کولو او په کابل ، پروان او  کاپیسا ولایتونو کښې د خلکو د کورونو د دروازو په ماتولو سره په قومي تصفیې لاس پوری کړی دی .

طالبانو د دغو  عملیاتو هدف د غلو ، د ورانکارو کسانو ، مجرمانو موندل او د وسلو او د مهماتو ضبطول اعلان کړی دی .