طالبان باید د کورونو تلاشۍ اخیستل بند کړي
ایرنا خبري اژانس وايي د افغانستان یوشمیر خلکو ، مدني فعالانو او اروپايي اتحادیې د طالبانو لخوا د خلکو د کورونو لټول او تلاشۍ اخیستل د ولس د خصوصي حریم خلاف ورزۍ وبلله او د دغه کار د بندیدا غوښتنه یې وکړه .
په افغانستان کښې د اروپايي اتحادیې سفیر «وان برنټ »وویل د خلکو د کورونو تلاشۍ اخیستل ، د خلکو نیول ،او د نورو قومونو او د میرمنو پرضد تاوتریخوالی جرم دی او دغه کار باید زر بند شي .
د افغانستان د عدلیې پخواني وزیر فضل احمد معنوي هم د طالبانو دغه عمل ته په غبرګون کښې وویل تاسو شاید وکولای شئ د خلکو د کورونو په لټولو سره د محکمې له حکم پرته خلک وځوروئ خو هیڅکله هغوې تسلیمیدا ته نشئ مجبورولی .
د افغانستان د اطلاعاتو او د کلتور وزارت پخواني مرستیال سید فاضل سنچارکي هم بیګا طالبانو ته په وینا کښې ولې د محکمې او د څارنوال له حکم پرته د خلکو کورونو ته ورننوځئ .
هغه وویل طالبانو د محکمې له حکم پرته زما د کور قفل مات کړ او زما د کور سامانونه یې ګډوډ کړل .
د مدني ټولنې فعالان وايي چې د افغانستان طالبانو د وسلو او د جنګیالیو د موندلو په پلمه د خلکو د خصوصي حریم په خلاف ورزۍ کولو او په کابل ، پروان او کاپیسا ولایتونو کښې د خلکو د کورونو د دروازو په ماتولو سره په قومي تصفیې لاس پوری کړی دی .
طالبانو د دغو عملیاتو هدف د غلو ، د ورانکارو کسانو ، مجرمانو موندل او د وسلو او د مهماتو ضبطول اعلان کړی دی .