نړیوال بانک افغانستان ته د مرستې د لګولواجازه ورکړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i112922-نړیوال_بانک_افغانستان_ته_د_مرستې_د_لګولواجازه_ورکړه
نړيوال بانک د طالبانو له واکمنیدو سره د خپلې دغې مرستې د ځنډ اعلان کړی و.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 02, 2022 08:51 Asia/Kabul
  • نړیوال بانک افغانستان ته د مرستې د لګولواجازه ورکړه

نړيوال بانک د طالبانو له واکمنیدو سره د خپلې دغې مرستې د ځنډ اعلان کړی و.

 

رويټرز خبري اژانس په يوه راپور کې ويلي، چې نړيوال بانک په افغانستان کې د هغه يو ميليارد ډالره مرستې د مصرف اجازه ورکړې، چې د افغانستان له پرځول شوي پخوانی نظام ته يې تصويب کړې وه.

ياد شوي بانک پريکړه کړې، چې دا مرسته دې پر عاجلو او بشري مرستو مصرف شي.

نړيوال بانک د طالبانو له واکمنیدو سره د خپلې دغې مرستې د ځنډ اعلان کړی و.

نړيوال بانک او طالب چارواکو په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ويلي.

د افغانستان د خلکو ژوند او اقتصاد تر ډېره پر بهرنيو مرستو متکي دی، چې د طالبانو له واکمنیدو سره دا مرستې په بېساري ډول کمې شوي او د فقر او اقتصادي ناورين شدت ته يې لاره هواره کړې ده.

د ملګرو ملتونو د ارقامو په اساس، افغانستان کې نيږدې نېمایي خلک په کافي اندازه خواړه نه لري، چې دا وضعیت به د ډېر مهاجرت او حتی بشري تلفاتو سبب شي.