نړیوال بانک افغانستان ته د مرستې د لګولواجازه ورکړه
نړيوال بانک د طالبانو له واکمنیدو سره د خپلې دغې مرستې د ځنډ اعلان کړی و.
رويټرز خبري اژانس په يوه راپور کې ويلي، چې نړيوال بانک په افغانستان کې د هغه يو ميليارد ډالره مرستې د مصرف اجازه ورکړې، چې د افغانستان له پرځول شوي پخوانی نظام ته يې تصويب کړې وه.
ياد شوي بانک پريکړه کړې، چې دا مرسته دې پر عاجلو او بشري مرستو مصرف شي.
نړيوال بانک د طالبانو له واکمنیدو سره د خپلې دغې مرستې د ځنډ اعلان کړی و.
نړيوال بانک او طالب چارواکو په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ويلي.
د افغانستان د خلکو ژوند او اقتصاد تر ډېره پر بهرنيو مرستو متکي دی، چې د طالبانو له واکمنیدو سره دا مرستې په بېساري ډول کمې شوي او د فقر او اقتصادي ناورين شدت ته يې لاره هواره کړې ده.
د ملګرو ملتونو د ارقامو په اساس، افغانستان کې نيږدې نېمایي خلک په کافي اندازه خواړه نه لري، چې دا وضعیت به د ډېر مهاجرت او حتی بشري تلفاتو سبب شي.