طالبان: ملکي وګړي دې خپلې وسلې وسپاري
Mar 04, 2022 01:30 Asia/Kabul
د افغانستان طالبانوله هېوادوالو غوښتي چې پخپله خوښه دولتي وسایل او وسلې امنیتي ځواکونو ته وسپاري
دا غوښتنه پرون د طالبانود ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټوېټرپاڼه په خپره شوې خبرپاڼه کې شوې ده.
هغه زیاته کړې چې د پیل شوو عملیاتو پر مهال په ډېره اندازه سپکې او درنې وسلې، نظامي وسایل، دولتي موټر او نور غیر قانوني توکي د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
د مجاهد په خبره، د دې لپاره چې عملیات اوږده نه شي، نو ټول هېوادوال چې دولتي وسایل، موټر، وسلې او نور توکي لري، باید امنیتي ځواکونو ته یې وسپاري.
ده څرګنده کړې چې دغه عملیات د خلکو د امنیت خوندیتوب په هدف پیل شوي دي.
ټیګونه