افغان میرمنې د خپلو حقوقو غوښتنه کولې شي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i113196-افغان_میرمنې_د_خپلو_حقوقو_غوښتنه_کولې_شي
د ښځې د نړیوالې ورځې په مناسبت د طالبانو ویاند د یو پیغام په خپرولو سره څرګنده کړه: افغان میرمنې کولې شي چې د خپلو روا حقوقو غوښتنه وکړي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 09, 2022 02:45 Asia/Kabul
  • افغان میرمنې د خپلو حقوقو غوښتنه کولې شي

د ښځې د نړیوالې ورځې په مناسبت د طالبانو ویاند د یو پیغام په خپرولو سره څرګنده کړه: افغان میرمنې کولې شي چې د خپلو روا حقوقو غوښتنه وکړي

ذبیح ا... مجاهد پرون د مارچ په اتمه نیټه چې د ښځو د حقوقو نړیواله ورځ ده، په خپل ټویټر کښې په دې ادعا سره چې طالبان د ښځو د حقوقو دفاع کوي، ولیکل: د ښځو نړیواله ورځ یو ښه فرصت دی چې افغان میرمنې د خپلو روا حقونه غوښتنه وکړي.

د طالبانو د موقته حکومت د خارجه وزارت ویاند عبدالقهار بلخي هم په هم دې هکله په یو ټویټ کښې، د اسلامي ارزښتونو په چوکاټ کښې د افغانستان د میرمنو په ستونزو باندې د غور خبر ورکړ او ویې لیکل: د ښځو ستونزې د اسلماني ارزښتونو او د منل شویو رسمونو له مخې هواروو.

عبدالقهار بلخی؛ سخنگوی وزارت امور خارجه دولت موقت طالبان هم در توییتی به همین مناسبت، از رسیدگی به مشکلات زنان افغانستان در چارچوب ارزش های اسلامی خبر داد و نوشت: «مشکلات زنان را براساس ارزش‌های اسلامی و رسوم قبول‌شده حل می‌کنیم.»

دا په داسې حال کښې دي چې د بشري حقوقو ارګانونو د ښځو په وړاندې د طالبانو په کړچار باندې تل نیوکې کړې دي.