د کابل د پاسپورټ ادارې فعالیت بیا بند شو
زمونږ خبریال وايي د افغانستان په پلازمینې کابل کښې د پاسپورټ ادارې فعالیت یوځل بیا بند شو .
په همدې ارتباط د کابل د پاسپورټ ادارې ریاست وویل د دغه ادارې فعالیت د خلکو د شمیر د زیاتیدا او د دغه ادارې د ظرفیت د کمیدا په دلیل له نن څخه تر راتلونکو پینځو ورځو پورې چټي کیږي .
دا په تیرو څو میاشتو کښې څوم ځل دی چې د کابل د پاسپورټ اداره د امکاناتو د زیاتولو او د سنبالیدا په پلمه چټي کیږي .
په افغانستان کښې واک ته د طالبانو له رسیدا وروسته په سلګونو زره خلک د پاسپورټونو د ترلاسه کولو هڅه کوي .
بې وزلۍ ، بې کارۍ او د خلکو د برخلیک نه معلومیدل خارج ته د افغانستان د خلکو د مهاجرت د زیاتیدا عوامل ګڼل کیږي .
د افغانستان په ډیرو ولایتونو کښې د پاسپورټ د ادارې د بیا کار له پیلیدا سره سره دغه بهیر هماغه راز له پراخو مشکلاتو ، د خلکو د غوښتنو له زیاتیدا او د پاسپورټ ادارې د ظرفیت له کمیدا سره مخامخ دی .
دا په داسې حال کښې دي چې د هغو کسانو شمیر چې د تیر حکومت په وخت کښې یې نومونه ثبت کړي دي او ځانګړي فرمې یې ډکې کړي دي د یوې پرپڼې په لاسلیک کولو سره د کابل د پاسپورټ د دارې له ریاست څخه غوښتي دي چې له پروګرام سره سم د دوې نومونه د پاسپورټونو د ترلاسه کولو لپاره په لومړیتوب کښې ورولي .