د کابل د پاسپورټ ادارې فعالیت بیا بند شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i113212-د_کابل_د_پاسپورټ_ادارې_فعالیت_بیا_بند_شو
زمونږ خبریال وايي د افغانستان په پلازمینې کابل کښې د پاسپورټ ادارې فعالیت یوځل بیا بند شو .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 09, 2022 08:23 Asia/Kabul
  • د کابل د پاسپورټ ادارې فعالیت بیا بند شو

زمونږ خبریال وايي د افغانستان په پلازمینې کابل کښې د پاسپورټ ادارې فعالیت یوځل بیا بند شو .

په همدې ارتباط د کابل د پاسپورټ ادارې ریاست وویل د دغه ادارې فعالیت د خلکو د شمیر د زیاتیدا او د دغه ادارې د ظرفیت د کمیدا په دلیل له نن څخه تر راتلونکو پینځو ورځو پورې چټي کیږي .

دا  په تیرو څو میاشتو کښې څوم ځل دی چې د کابل د پاسپورټ اداره د امکاناتو د زیاتولو او د سنبالیدا په پلمه چټي کیږي .

په افغانستان کښې واک ته د طالبانو له رسیدا وروسته په سلګونو زره خلک د پاسپورټونو د ترلاسه کولو هڅه کوي .

بې وزلۍ ، بې کارۍ او د خلکو د برخلیک نه معلومیدل خارج ته د افغانستان د خلکو د مهاجرت د زیاتیدا عوامل ګڼل کیږي .

د افغانستان په ډیرو ولایتونو کښې د پاسپورټ د ادارې د بیا کار له پیلیدا سره سره دغه بهیر هماغه راز له پراخو مشکلاتو ، د خلکو د غوښتنو له زیاتیدا او د پاسپورټ ادارې د ظرفیت له کمیدا سره مخامخ دی .

دا په داسې حال کښې دي چې د هغو کسانو شمیر چې د تیر  حکومت په وخت کښې یې نومونه ثبت کړي دي او ځانګړي فرمې یې ډکې کړي دي د یوې پرپڼې په لاسلیک کولو سره د کابل د پاسپورټ د دارې له ریاست څخه غوښتي دي چې له پروګرام سره سم د دوې نومونه د پاسپورټونو د ترلاسه کولو لپاره په لومړیتوب  کښې ورولي .