افغانستان کې له نیمایي ډېر ماشومان له خوارځواکۍ ځورېږي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i113246-افغانستان_کې_له_نیمایي_ډېر_ماشومان_له_خوارځواکۍ_ځورېږي
له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق (یونسیف) ویلي چې په افغانستان کې له هرو دوو ماشومانو یو یې له خوارځواکۍ څخه ځورېږي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 10, 2022 04:30 Asia/Kabul
  • افغانستان کې له نیمایي ډېر ماشومان له خوارځواکۍ ځورېږي

له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق (یونسیف) ویلي چې په افغانستان کې له هرو دوو ماشومانو یو یې له خوارځواکۍ څخه ځورېږي.

دغه بنسټ ویلي چې په افغانستان کې د اغېزمنو ماشومانو شمېر په شدت سره مخ پر لوړېدو دی او دې چارې دوی سخت اندېښمن کړي دي. یاد صندوق د اندېښنې په څرګندولو سره افغان ماشومانو ته د خوراکي توکو او روغتیایي خدماتو ته د لاسرسي ژمنه هم کړې ده. له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق زیاته کړې ده چې په افغانستان کې تر وروستیو تحولاتو وروسته د اقتصادي وضعیت خرابېدو ماشومان تر پخوا ډېر اغېزمن کړي دي.