افغانستان کښې د داعش د غړو شمیر کم شوی دی
Mar 10, 2022 09:55 Asia/Kabul
د داعش ترهګرې ډلې یو مشر په افغانستان کښې د دغې ډلې د غړو د شمیر د کمیدو خبر ورکړی دی
په افغانستان کښې د داعش ترهګرې ډلې یو مشر عبدالرحیم مسلم دوست وویل چې په دغه هیواد کښې نور جنګ بې ګټې دی او په دې وجه په افغانستان کښې د داعش ځواکونو شمیر هم کم شوی دی.
هغه وویل چې د داعش غړي په افغانستان کښې په طالبانو کښې شامل شوي دي.
د تیر کال د آګست په پنځلسمه نیټه په افغانستان باندې د طالبانو له وکمنیدو وروسته د دغه هیواد په مختلفو سیمو کښې د داعش له خوا ترهګرو بریدونو هم زور واخیسته خو طالبانو وویل چې داعش نوره نو د افغانستان لپاره ګواښ او خطر نه دی.
ټیګونه