د واکسینیټرانو د وژلو په تور څلور تنه ونیوې شول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i113370-د_واکسینیټرانو_د_وژلو_په_تور_څلور_تنه_ونیوې_شول
افغان ځواکونه توانېدلي چې د اوو واکسینیټرانو د وژل کېدو په تور څلور تنه ونیسي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 13, 2022 07:09 Asia/Kabul
  • د واکسینیټرانو د وژلو په تور څلور تنه ونیوې شول

افغان ځواکونه توانېدلي چې د اوو واکسینیټرانو د وژل کېدو په تور څلور تنه ونیسي

د افغانستان باختر دولتي اژانس د امنیتي سرچینو له قوله ویلي چې افغان ځواکونه توانېدلي چې د اوو واکسینیټرانو د وژل کېدو په تور څلور تنه ونیسي

سرچینه زیاتوي چې نیول شوو کسانو پر خپلو جرمونو اعتراف کړی دی.

هغوی ویلي چې د «مبین مارخور» د ډلې کسان دي او د هر واکسینیټر د وژل کېدو په بدل کښې یې دوی ته ۳۰ زره افغانۍ منلې وې.

دغه واکسینیټران ۱۸ ورځې وړاندې د دندې پر مهال په تخار او قندز ولایتونو کښې په ډزو وژل شوي وو.

په دغو واکسینیټرانو کې مېرمنې هم شاملې وې.

په افغانستان کښې د طالبانو د موقته حکومت له لورې له دې وړاندې هم ګڼ شمېر کسان د بېلابېلو جنایي جرمونو په تور نیول شوي دي.