افغان پوهنتونوال د پوهنتونونو له حالته خوابدي دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i113410-افغان_پوهنتونوال_د_پوهنتونونو_له_حالته_خوابدي_دي
د پوهنتونونو د خلاصولو په لړ کښې د طالبانو له مثبت ګام سره سره، په پوهنتونونو کښې موجودې ستونزې او کمښتونه د محصلینو او استادانو د اندیښنې لامل شوي دي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 14, 2022 02:37 Asia/Kabul
  • افغان پوهنتونوال د پوهنتونونو له حالته خوابدي دي

د پوهنتونونو د خلاصولو په لړ کښې د طالبانو له مثبت ګام سره سره، په پوهنتونونو کښې موجودې ستونزې او کمښتونه د محصلینو او استادانو د اندیښنې لامل شوي دي

د بلخ پوهنتون محصلینو او استاذانو د پوهنتونونو د بیرته خلاصولو د پریکړې په وجه د طالبانو له لنډمهاله حکومته د مننې او قدرتې سره سره، په کمښتونو په تیره بیا د تجربه کاره استاذانو په کمي باندې نیوکه کړې ده.

افغان پوهنتوالان وايي چې د امریکې په هڅولو او پروپاګنډو سره او په کلي توګه د طالبانو خلاف د لویدیځ د بدو اقداماتو په وجه  د علمي کادر کډه کیدو، د افغانستان پوهنتونونه د استادانو له کمي سره مخامخ کړي دي او دا نیمګړتیا د محصلینو د نارضایتۍ لامل شوې ده.

هغوي د بودجې کمی او د تجربه کاره استادانو نشتوالی د هیواد علمي او تخصصي سطحې ته سخت تاوان وباله.

د وروستیو احصائیو له مخې په افغانستان باندې د طالبانو له واکمنیدو وروسته د افغانستان له یوازې دریو پوهنتونونو څخه ۲۲۹ تنه تجربه لرونکي استادان د امریکې د تبلیغاتو تر اغیزې لاندې او د بودجې د کمي او له امله یې د افغانستان د لوړو زده کړو د برخې استادانو ته په وخت د معاشونو د نه ورکول کیدو په وجه نورو هیوادونه ته مخه کړې ده.