د تورخم بندر لاهم د تګ راتګ په مخ بند پاتی شوی
د پاکستان له لوري د تورخم بندر تر بندیدو وروسته، د کډوالۍ د کارټونو سره سره افغانانو ته افغانستان تع د ستنېدو اجازه نه ورکول کیږي.
تر دې مخکې افغانان کولایشوای چي د تذکرې او د کډولۍ کارټونو سره، د تورخم په باډر باندې واوړي خو له څو ورځو را په دېخوا پاکستاني پولیس له وېزو او پاسپورتونو پرته په باډر باندې د اوښتلو اجازه نه ورکوي.
افغان سوداګر او په پېښور کې د افغان کډوالو د قومونو د شورا مشر عصمتالله توخي رسنیو ته وویل هغه مسافر چي ناروغان لري هم له دې ستونزې سره مخ دی او د چمن او تورخم سرحدونو ورته افغانستان ته د ستنېدو اجازه نه ورکول کیږي.
په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت په خپله ټوویټر پاڼه لیکلي: هغه مسافر چې د تورخم او چمن په سرحدي دروازو کې بند پاتې دي باید په درېیو ورځو کې خپل هېواد ته ستانه شي، ګنې بیا په تذکرو او د کډوالۍ په کارتونو د اوښتلو اجازه ورته نهشته.
ځایي پاکستاني چارواکو ویلي چې دا کار یې د پاکستان د ملي امنیت سلاکار یوسف معید په لارښوونه د امنیت د ټینګښت لپاره کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې له افغانستانه پاکستان ته هره ورځ سلګونه افغانان د بېلابېلو لاملونو له امله په ځانګړې توګه د دوا او درملنې لپاره تګ راتګ کوي.