په افغانستان کې د نړیوالې پانګونې زمینه برابره شوې ده
په افغانستان کې دسیاسي او اقتصادي مسئلې او د چین د ټرانزیټ موضوع په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له چارواکو سره د چین دخارجه وزیر د خبرواترو چورلیز ؤ .
په افغانستان کې د طالبانو دموقته حکومت خارجه وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره وئيلي دي ،په دغه هیواد کې د دهرډول نړیوالې پانګونې زمینه برابره شوې ده .
طالبانو ډله چې په افغانستان کې ئې قدرت ته د رسیدا څه دپاسه اوه میاشتې تیریږي ،هڅه کوي ،په دغه هیواد کې د پانګونې لپاره د نړۍ د مختلفو هیوادونو انديښنې لیرې کړي .
له بل پلوه امریکا د تیر اګست په وروستیو کې له افغانستانه له پښې سپکولو وروسته،ددغه هیواد کابو لس میلیارډ ډالري شتمنۍ مصادره کړي او د نغرلوهڅه ئې کوي،چې په افغانستان کې داقتصادي بحران دسختیدا سبب شوي ده .
ایرناخبری آژانس راپور راکړ،د طالبانو د موقته حکومت خارجه وزارت بیګا کابل ته د چین خارجه وزیر وانګ یی لومړني سفر ته په اشارې سره ووئيل،اوس په افغانستان کې دنړیوالې پانګونې زمینه برابره ده .
د طالبانو دموقته حکومت د خارجه وزارت ویندوی مرستیال احمد ضیاءتکل طلوع نیوز چینل سره په خبرو کې ووئيل،د چین خارجه وزیر وانګ یي کابل ته په پروني سفر کې د مثبتو امنیتی بدلونونو ستاینه کړې ده او له افغانستان سره ئې په مختلفو برخو کې د ملګرتیا پر دوام ټينګار وکړ .
وانګ يي د طالبانو د حکومت د مشر له مرستیال سره په کتنې کې په افغانستان کې په اقتصادي ،د کانونو د ویستنې،د انرژۍ دتولید او دپانګونې په برخو کې د خپل هیواد د دلچسپۍپه باب د چمتووالي خبر ورکړ .
په افغانستان کې دسیاسي او اقتصادي مسئلې او د چین د ټرانزیټ موضوع په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له چارواکو سره د چین دخارجه وزیر د خبرواترو چورلیز ؤ .