د کابل میرمنو د طالبانو د پریکړې پرضد مظاهرې وکړې
زمونږ خبریال وايي د افغانستان یوشمیر ښځو پرون په کابل کښې د انجلیو د ثانوي ښوونځیو د تړلو په هکله د طالبانو په فیصلې باندې اعتراض کښې مظاهرې وکړې .
د افغانستان میرمنو چې د کابل په یوه میدان کښې راغونډې شوي وې ښوونځي پرانیزئ ! عدالت ، عدالت شعارونه ورکول .
د کابل مظاهره کونکو میرمنو په لاسونو کښې پلې کارډونه نیولي وو چې ورباندې لیکل شوي وو زمونږ ښه ټاټوبی دې ونیوه او له مونږ څخه هڅه او زده کړه مه اخله »
ټاکل شوي وه چې له میاشتو میاشتو وروسته د افغانستان د انجلیو ښوونځي تیره اونۍ په ټول هیواد کښې له سره پرانیستل شي خو د طالبانو د معارفو وزارت وویل د نجونو ثانوي ښوونځي تر راتلونکي اطلاع پورې بند دي .
د طالبانو دغه فیصلې په نړیواله سویه او د هیواد دننه پراخ منفې غبرګونونه ځان پسې لرلي دي .
ښوونځیو او پوهنتونونو ته د انجلیو بیرته ورستنیدل او د پراخ بنسټه حکومت جوړول له طالبانو حکومت څخه د نړیوالې ټولنې ترټولو مهمه غوښتنه ده .