طالبانوپه کابل کې د ښځو اوسړو لپاره میلاځایونه هم سره وویشل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i113982-طالبانوپه_کابل_کې_د_ښځو_اوسړو_لپاره_میلاځایونه_هم_سره_وویشل
د طالبانو حکومت  د افغانستان په پلازمینې  کابل کې  په میلا ځایونو یا تفریحي ځایونو کې  دښځو او سړیو شتون هم وویشۀ .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Mar 27, 2022 10:56 Asia/Kabul
  • طالبانوپه کابل کې د ښځو اوسړو لپاره میلاځایونه هم سره وویشل

د طالبانو حکومت  د افغانستان په پلازمینې  کابل کې  په میلا ځایونو یا تفریحي ځایونو کې  دښځو او سړیو شتون هم وویشۀ .

زمونږخبریال له ننګرهاره راپور راکړ د طالبانو له خوا د افغانستان په تیره بیا د کابل د میلا ځایونو یا تفریحي پارکونو د ویشل کیدا په اساس،دغه سمې په اونۍ کې څلور ورځې د سړیو لپاره او  درې ورځې د ښځو لپاره مخصوصې کړي دي .طالبانو له دې مخکې هم د ځينو فرمانونو کې د ښارونودننه او له یوه ښاره بل ښار ته دتلو په لاره کې د ښځو له تګ راتګ سره خپل مخالفت اعلان کړی او همداراز ئې په پوهنتونونو کې د هلکانو ترڅنګ د انجونو زده کړې هم منع کړي دي

 د طالبانو دامر بالمعروف اونهی از منکر  د وزارت د تقسیم بندۍ په اساس ،چې  نن په رسنیو کې  خپره شوې ده ،یکشنبه ، دوشنبه، او سه شنبه درې ورځې دښځو لپاره  تفریحي ځایونه مخصوص کړي دي  او دوي په د غو ورځو کې د حجاب او ستر په رعایتونلو سره میلاځایونو ته تللی شي . په همدې ترتیب سره  دغه میلا مرکزونه  ، د چارشنبې ،پنجشنبې، جمعې او شنبې په ورځو کې هم  دسړیو  لپاره  مخصوص شوي دي .

ددغه وزارت په اعلامیې  کې راغلي  دي ،که ددغو موردونو او فرمانونو خلاف ورزي وشي ،نو د تفریحي مرکزونو  له خاوندانو اومسئولانو سره به قانوني چلند وشي .

Image Caption
Image Caption